د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د روئیټرز خبری اژانس له قوله راپورراکړ دافغانستان امنیتی سرچینو وئیلی دی ،نن یوه نیمې بجې یوه ترهه ګرعامل په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو دکمیشن د ودانۍ په وړاندې چې د انتخاباتو د نوملړ دځینو رد شوو کاندیدانو پلویانو ئې هلته مظاهره هم کوله ستره چاودنه کړې ، چې دخبر تر مخابیره کیدا پورې پکې یو شمیر کسان مړه اوټپیان شوی دی .
دغه چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې له دې مخکې دکابل پشمول په بیلابیلو سیمو کې دافغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې دی .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو انتخابات هم له دې کاله ځنډه وروسته د اکتوبر په شمله په درست افغانستان کې ترسره شی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75573