قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د سایټ د راپور له مخې د اسلامي انقلاب مشر په دغه پیغام کې جوته کړې: د ایران د ولس نن (یکشنبې) ورځې د لاریون عظمت چې د دقیقو محاسبه کوونکو له نظره تر تیرو کلونو زیات ولوله ناک او په زیاته پیمانه و، پردیو، دښمنانو او سست عهدو کسانو ته ځپونکی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.
دوی دې ته په اشارې سره چې دښمن له ایران او ایرانیانو په غلط او نیمګړې تصور سره خپل ټول وس او هڅه په دې متمرکزه کړې وه چې د سږ کال د سلواغۍ دوه ویشتمه بې رونقه او احیانا د ځان په خلاف بدله کړي جوته کړه:د ایران ولس عملا د انقلاب ژوندی والی او خوځندوالی دښمن ته وښوده او د امام خمیني په ارمانونو او ایډیالونو پابندي یې په خپلو شعارونو او ولوله ناک شتون سره په لوړ غږ نندارې ته وړاندې کړ.
د اسلامي انقلاب مشر په دې په تاکید سره چې د ایران د ولس عزم او بصیرت، لویه او بریښوونکې پیښه وپنځوله زیاته کړه: د ایران د ولس ګوزار، دښمن شاته کوي او د هغه کلک هوډ د دښمن غلطې معادلې ګډوډوي.
د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د نه دیرشمې کلیزې لاریون پرون له تهران سره په یو وخت د ایران تر یو زرو زیاتو ښارونو او څلورو زرو کلیو کې تر سره شو.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65383