IQNA

آیا د طالب ډلې په خلاف د هوائی حملو زیاتېدل په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ ځپنه ده؟

22:56 - February 10, 2018
د خبر لمبر: 3481040
نړیواله ډله: په افغانستان کښې د امریکائی ځواکونو قوماندان جنرل جان نکلسن د افغانستان په ختیځ کښې لغمان ولایت ته د خپل سفر په دوران کښې وویل: د افغانستان د شمال ختیځ په بدخشان ولایت کښې د چین او تاجېکستان له پولو سره نزدې د طالب ډلې د روزنې په مرکزونو سختې هوائی حملې شوې دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکائی ځواکونو قوماندان همدارنګ وویل: په راتلونکو هفتو کښې به هم د افغانستان په شمال او جنوب کښې هم د دغې ډلې په خلاف عملیات شروع شی. هغه زیاته کړه د افغانستان په هر ځاے کښې چې ترهه ګر ولیدې شی حمله به پرې کیږی. له بلې خوا د امریکائی ځواکونو مرکزی قوماندانۍ هم د تېرې نهې په ورځ وویل چې د طالبانو د ځپنې لپاره په ترسره شویو هوائی عملیاتو کښې ۵۲-b الوتکې استعمال شوی دی. دا په داسې حال کښې دی چې د نېټو د هوائی عملیاتو د قوماندانۍ مشر جیمز هیکر هم د تېرې چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په عراق او سوریې کښې د امریکائی ځواکونو له کمولو وروسته اوس افغانستان د امریکائی ځواکونو د هوائی حملو په محور بدل شوے دے.
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی چې آیا امریکه واقعاً غواړی په افغانستان کښې ترهه ګری ختمه کړی؟ زمونږ د تهران رېډیو همکار په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د افغانستان د فوځی او سیاسی چارو کارپېژاندی جاوید کوهستانی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د امریکائی قوماندانانو د څرګندونو په تائیدولو سره وویل، دا حقیقت دے چې په تېرو شپاړسو کلونو کښې په وړومبی ځل په بدخشان ولایت کښې د چین او تاجېکستان له پولو سره نزدې د طالب ډلې په لسګونو اډې او مرکزونه بمباری کړې شول. د کوهستانی د وېنا له مخې دا د ترهه ګرۍ د ختمولو په هدف سره نه بلکه د ځای طالبانو د ځپنې په هدف سره چې له روسیې سره تعلقات ټینګ نه کړې شی ترسره کیږی، ځکه چې امریکه له روسیې سره د طالب ډلې د تعلق له ټینګولو څخه سخته اندېښمنه ده.
د افغانستان دغه فوځی کارپېژاندی همدارنګ وویل چې د امریکې لپاره د طالب ډلې چې له پولې نه وراخوا څه پروګرام نه لری د استعمال تاریخ ختم شوے دے او دا داعش ترهه ګره ډلګۍ ده چې له پولې نه د وراخوا اهدافو په لرلو سره ورسره د امریکې دلچسپی پېدا شوې ده. او د طالبانو د ځپلو یو مقصد د جاوید کوهستانی د وېنا له مخې دا هم دے چې طالب ډله مجبوره کړی چې له داعش سره یوځاے شی.
جاوید کوهستانی په سوریې او عراق کښې د داعش ماتې ته په اشارې سره زیاته کړه د داعش له دغې ماتې وروسته د دغې ډلې یوه برخه چې په چیچنیانو ، اویغوریانو ، ازبکستانیانو،تاجیکستانیانو او پاکستانیانو مشتمله ده افغانستان ته منتقله کړې شوې ده او د داعش قوماندانان یې هم د شینډډ اډې له لارې چې په هرات ولایت کښې د امریکې تر کنټرول لاندې ده افغانستان ته منتقل کړی دی.
کوهستانی دا خبره په ګوته کړه چې امریکه د داعش ښکارندې په رامنځته کولو سره غواړی د افغانستان ګاونډی هېوادونه په تېره بیا روسیه او ایران د افغانستان له خاورې وګواښی او تر دباو لاندې یې راولی چې د دغو هېوادونو یعنې روسیې او ایران توجهات له مینځنی ختیځ څخه په تېره بیا له سوریې څخه له افغانستان سره خپلو پولو ته راواړوی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i65219

captcha