قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دیلی میل ورځپاڼې نه په نقل، سلمان رشدی د شیطانی آیتونو کتاب لیکلو نه ۳۰ کاله ورستو یو ځلې بیا خپل سپک ذهن په اظهار کې د قران کریم تلاوت ستړې کوونکې کار وبللو.
هغه د یو پوښتنې په ځواب کې چې آیا قرآن کریم سمون ته اړتیا لرې چې اسلام یو انساني دین کې بدل شي؟ وویل: د قرآن کریم سمون یو چټې کار دې.
رشدی ملعون زیاته کړه: قرآن داسې کتاب نه دې چې له لوستلو سره ترې لذت واخلې، ځکه چې اکثره برخه یی باوري نه ده.
هغه ادامه کې وویل: د عهد عتیق، عهد جدید او قرآن کریم ترمنځه فرق هم دا دې چې قرآن کریم ډېر لږ روایت لري، او یو څلورم کتاب یی د افسانو نه جوړ شوې.
رشدی وویل: د دې کتاب یو په درې برخه کافرانو ته ګواښ ورکولو په اړه او دا چې په دوزخ کې به څرنګه سوځې په دې اړه ده او یو په درېمه یی د اخلاقو په اړه خبرې کړي چې باید ستا اخلاق څرنګه وې، زه به هیڅکله هغه سم نه کړم ځکه چې بیا به زه مجبور یم چې د هغې تلاوت وکړم او حاضر نه یم چې دا کار وکړم.
دې سپک سړې چې په اصل هندي او د انګلیس تابعیت لرونکې دې خپلې خبرې په انګلستان کې د دې اونۍ په شورو ورځو کې پيل شوي په ادبی جشنوزمه چلتنام کې مطرح کړې دې.
هغه همدارنګه ادعا وکړه: نړۍ بې له دین، یو بهتر ځای به وې، ځکه چې دین یو سپک او پوچ امر دي چې خلک مرګ له ورکوي.
سلمان رشدی په کال ۱۳۲۶ کې د هند هیواد په بمبئ ښار کې په یوې مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې وو د هغه پلار یو هندي سوداګر وو هغه د انګلیس په کمبریج پوهنتون کې تحصیل کړی او اوس د انګلیس تابعیت لري، د هغه کتابونه د مختلفو هیوادونو خلکو اعتراض سره مخامخ دي.
http://iqna.ir/fa/news/3650713